وسله والو طالبانو د چغتو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته اور واچاوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
وسله والوطالبانو تېره شپه  د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته اور واچاوه .
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري باخترآژانس ته وويل ؛  وسله والو طالبانو په  جغتو ولسوالۍ  له بريد وروسته د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته اور وچاوه خو د افغان ځواکونو سره د نښتې وروسته له سيمې څخه وتښتېدل.
نوري زياته کړه  په دې  بريد کې ٢١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، لس تنه ټپيان شول  چې د شپاړلسو تنو وسله والوطالبانو مړي  د جګړې په ډګر کې پاتې دي. پاى  \ ذکرالله\

Last modified on Friday, 18 May 2018 08:25
back to top