16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د بېلابېلو دولتي ادارو...

  په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د نيمروز خلکو د...

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د ترينکوټ _ دهراوود...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ملي دفاع وزارت دوياند مرستيال :وسله والو تروريستانوپه فراه کې د سر دروند زيان زغملى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
د ملي دفاع وزارت  د وياند مرستيال نن په يوه خبري غونډه کې وويل ؛  په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  دکومانډو ځواکونو ديرغليزو عملياتو او د هېواد  د هوايي ځواکونو د ګوزارونو په نتيجه کې  ٣٩٥ تنه  تروريستان ووژل شول  او په سلګونو تنه نور ټپيان شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ د ملي دفاع وزارت  د وياند مرستيال  جنرال رادمنش   د دغو عملياتو  جزئياتو ته اشاره وکړه او ويې ويل ؛ له دې جملې څخه ٣٠٥ تنه تروريستان  د فراه ولايت په ولسواليو کې  ، ٤٧ تنه تروريستان د ننګرهار ولايت د بټي کوټ  او خوږياڼيو ، ١٤ تنه تروريستان د زابل ولايت په ارغنداب ،  لس تنه تروريستان د غزني ولايت د مرکز  او د آب بند او د اندړو،   اته تنه تروريستان د سمنګانو و لايت په روى دو آب  ،٧  تنه تروريستان د هلمند ولايت په ګرشک  او  ٣ تنه تروريستان دميدان وردګو ولايت د سيدآباد په ولسوالۍ کې   او يو تروريست دلوګرولايت په مرکز کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال  څرګنده کړه  همدا اوس  د هېواد په لسو ولايتونو کې عمليات  دوام لري   او دکومانډو ځواکونوپه يوشمېرولايتونو کې يرغليزعمليات ترسره کړي دي او د تروريستانو د ځپلو او د دوى دپټنځيو  دله منځه وړلو لپاره    هوايي بريدونه ترسره شوي دي.
د ده د څرګندونوله مخې ؛  د ملي اردو دانجينرۍ ټيمونو  په تېرو ٢٤ ساعتو کې   شپيته ماينونه  چې د تروريستانو له خوا ښخ کړاى شوي و کشف اوشنډکړي دي. پاى \ ج\ ذ    

Last modified on Friday, 18 May 2018 08:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.