21 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې داوربند له اعلام سره ملاتړ وشو .

کابل باختر د غبرګولې دمياشتې ٣١ نيټه: دنيمروز ولايت...

د داعش ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوه تنه د ماين دښخولو او غلا په تور ونيول شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي دويمه :
يو تن دپرله پسې  غلا په تور ونيول شو .
دغه سړى  دغلا له څو پيښو وروسته  دپوليسو تر تعقيب لاندې ونيول شو او په وروستي مورد کې  دهرات ښار په اوومه ناحيه  ديو پلورنځي د امنيتي کمرو په څيړنې سره  وپيژندل شو او دوه شپې مخکې د اوومې امنيتې حوزې دپوليسو له خوا له يو موټرسايکل او دوو چړو سره ونيول شو . او په ابتدايي  تحقيقاتوکې  دڅو موټرسايکلونو په غلا اعتراف وکړ .
ديوبل خبرله مخې ، يو تن  دماين دښخولو په تور  ونيول شو .
دغه سړى دغوريانو ولسوالۍ د فنجان دکلي اوسيدونکى دى  چې له يوريموت کنترول سره  دغوريانو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا ونيول شو .
په  نيول شوي سړي  تور لګول شوى دى  چې يو ريموت کنترول ماين  دغوريانو دنوي سړک په تګلوري کې  ځاى پرځاى کړى و  .
دغه ماين دغوريانو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا کشف اودهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دانجنيري دټيم له خوا وچول شو .
نيول شوى سړي په خپل جرم اعتراف کړى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Wednesday, 23 May 2018 10:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.