21 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې داوربند له اعلام سره ملاتړ وشو .

کابل باختر د غبرګولې دمياشتې ٣١ نيټه: دنيمروز ولايت...

د داعش ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره : دنشه يي توکو ستونزه دې بايد په يوه نړيواله اجماع کې حل شي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي دويمه :
په افغانستان کې دنشه يي توکو ستونزه يوه پيچلې  او سخته ستونزه ده چې يواځې  په دغه هېواد پورې اړه نه لري بلکې دافغانستان له پولو  څخه بهر  جرړې لري چې بايد په يوه نړيواله اجماع کې دغه موضوع وڅيړل شي .
  دباختراژانس  مفسر ليکي : په افغانستان کې  دکوکنارو دکرکيلې دحالت او دنشه يي توکو دقاچالقو په باب نوى رپوټ ددې څرګندوى دى چې په دغه هېواد کې په کال کې  نهه سوه ټنه نشه يي توکي  توليديږي او په  ٢٠١٧ ميلادي کال کې دکوکنارو کرکيله له هغه  څخه دتيرو کلونو په پرتله  په سلو کې يوولس  زياته وه .
دغه رپوټ چې دافغانستان دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت او دملګروملتو دسازمان دجرمونو او دنشه يي توکو دبرخې له خوا په ګډه برابر شوى دى ، جوتوي چې له افغانستان څخه دقاچاق شويو نشه يي توکو ارزښت تر شپږو مليونو ډالرو پورې رسيږي چې زياته برخه يې دنړيوالې  مافيا په جيب کې ولويږي په داسې حال کې چې يواځې  څلور سوه مليونه ډالره يې دافغانستان له اقتصاد سره ګډيږي . که چيرې په افغانستان کې دنشه يي توکو دکرکيلې او قاچاقو دڅرنګوالي ماجرا ته ځير شو دغه پديده څلويښت کاله مخکې کله چې افغانستان په کورنيو جګړو او په بهرني تيري اولاسوهنې  ښکيل شو، سياسي او پوځي  بدلونونو او انکشافاتو سره جوخت وده کړې ده .
نن نشه يي توکي د ډار اچوونکو  دتمويل   اصلي سرچينه ده لکه څنګه چې  دملګروملتو سازمان جوتوي دسپينو زرو له سوداګرۍ  څخه ترلاسه شوي  ګټه تر شپږو بليونوډالرو پورې رسيږي  چې ستره او اصلي فيصدي يې نړيوالې مافيا ، دسيمې  او له سيمې څخه بهر داستخباراتو سازمانونو ، د ډار اچوونکو ډلو او دنوروجنايتکارو  بانډونو  مشرانو ته چې په افغانستان کې  دجګړې مديريت کوي ، رسيږي .
په داسې حال کې چې هغه ستونزې  چې افغانستان يې دنشه يي توکو له پلوه  زغمي له بل  هر هيواد څخه سختې دي .
په حقيقت کې  دا بهرني استخباراتي سازمانونه ، نړيواله مافيا او هغه نورې جنايتکارې  ډلې دي چې دسپينو زروله سوداګرى  څخه ګټه اخلي  دا ثابتوي چې دنشه يي توکو ستونزه د ډار اچونې په شان يوه بهرنى  او په افغانستان ټپل  شوې پديده ده .
دملګروملتو دسازمان په رپوټ  او په هغو نورو ورته  رپوټونو کې چې دنورو نړيوالو سازمانونو له خوا دنشه يي توکو او په هغو کې دافغانستان دونډې په برخه کې خپاره شوي دي دافغانستان په پته زياتې خبرې اونيوکې شوې دي .
سره له دې چې دغه شان رپوټونه  په افغاني ټولنه کې دترخو واقعيتونو  يوه برخه منعکس کوي خو بهرني عوامل او علتونه يې که په پام کې نيول شوي دي او له دغې ستونزې څخه دوتلو لاره ډيره کمه په ګوټه شوې ده . دملګروملتو دسازمان او له نورو نړيوالو سازمانونو څخه دافغانستان هيله داده چې دافغانستان دخلکو کړاونه زيات په پام کې ونيسي .
په نړۍ کې زياتې کړۍ په افغانستان کې دنشه يي توکو په ستونزه کې  ښکيل دي  اوګټه ورڅخه اخلي هغوى دهيروئينو دتوليد مرستندوى کمياوي توکي په افغانستان کې برابروي .
  نړۍ په افغانستان کې دنشه يي توکو دقاچاقو دزياتوالي يادونه کوي  خو له افغانستان څخه دقاچاق شويو نشه يي توکو نړيوال ترانزيت په پام کې نه نيسي او دهغو دبندولو لپاره کوم کارنه کوي او ولې شکايت کوونکي هېوادونه په پروګرام  شويو هېوادونوکې دغوښتنې دکمښت لپاره کار نه کوي .
زياتې پوښتنې شتون لري چې ثابتوي چې په افغانستان کې دنشه يي توکو ستونزه يوه سيمه ئيزه ، له سيمې څخه بهر او آن نړيواله ستونزه ده چې بايد په يوه نړيواله اجماع کې ورباندې تمرکز  وشي او دغه پديده  دډار اچونې په شان دپاملرنې وړوګرځي او دحل لارې چارې ېې ولټول شي .
  ختم- ف _ اکرم

Last modified on Wednesday, 23 May 2018 10:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.