15 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په روزګان کې ددريو تنو ماين ښخوونکو طالبانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : په روزګان ولايت کې دپوځيانو د ډزو له امله درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول . دغه ماين ښخوونکي نن سهار کله يې چې غوښتل ددهراود ولسوالۍ په سړک ماين ښخ کړي دپوځيانو د ډزو له امله ووژل شول . دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جکپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو ددغو ډزو له امله دوسله والو طالبانو دډلې درې تنه ماين ښخوونکي غړي وژل شوي دي . ده وويل طالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګاني پيښه رامنځته کړي خوبريالي نه شول . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په روزګان ولايت کې دپوځيانو په بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول . په دغو طالبانو نن سهار دروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې هغه وخت چې په واټ کې په ماين ښخولو بوخت وو . دپوځيانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول ديوبل خبرله مخې په روزګان ولايت کې دطالبانو دجنګي وسايلو درې ډيپوګانې کشف شوې . دروزګان ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې دماينونو او چاوديدونکو توکوپه ګډون په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . ختم _ عطاالله _ اکرم

Last modified on Friday, 25 May 2018 13:00

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.