ددرزآب خلک امنيت غواړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه :
د جوزجان ولايت ددرز آب ولسوالۍ اوسيدونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دغې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړي.
دوى وايي  که چيرې دولت په درز آب کې د جګړو او ناامنيو  مخه ونه نيسي   انساني ناتاربه رامنځته شي.
د درزآب ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى شريف وايي له زياتې مودې  را په دې خوا   جګړو او نا امنيو ددغې ولسوالۍ دخلکو لمنه نيولې ده او ماشومان يې آرامه خوب نلري  .
ده وويل ؛  موږ  غواړو چې دسولې په فضا کې   ژوند وکړو او زموږبچيان زده کړې وکړي  خو جګړو موږ  له دغو نعمتونو څخه بې برخې کړې يو .
د جوزجان دپوليسو وياند  وايي ؛   د درزآب ولسوالۍ په ناامنو سيمو کې     څو ځلې عمليات ترسره شوي دي   خو دکافي  ځواکونو دنشتوالي  له امله  وسله وال طالبان بيا راځي او دخلکو دځورونې سبب کېږي .
ده وويل ؛  هلې ځلې کوي چې د جوزجان ولايت په کچه بشپړ امنيت تامين کړي.
پاى \ج\ ذ

 

Last modified on Wednesday, 13 June 2018 10:21
back to top