امنیتي ځواکونه په ټول هیواد کې د اخترد ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره د تیارسۍ په حال کې دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه 
دکورنیو چارو وزارت په ټول هیواد کې امنیتي ځواکونو ته  لارښوونه کړې، ترڅو هغه سیمې ترکلک امنیتي پوښښ لاندې ونيسي ،چې داختر  په ورځو کې تګ راټګ پرې کېږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته  د اختر ورځو د امنیتي تدابیرو په اړه وینا کوله،  زیاته کړه:" عیدګاوې، جوماتونه، لویې لارې او تفریحي مرکزونه به تر هر بل وخته د اختر ورځو کې تر کلک امنیتي پوښښ لاندې وي او د امنیتي پلان له مخې امنیتي ځواکونو ته  د احضاراتو او له خلکو سره د مرستې امر شوی دی"
دانش له امنیتي ځواکونو سره د هیودوالو د همکارۍ د ټینګار ترڅنګ له کورنیو څخه وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پټاقیو او اور ورکوونکو موادو د کارونې اجازه ور نکړي.
دکورنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه رسمي اطلاعیه کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د پټاقیو او اور ورکوونکو توکو د پیريدلو او پلورلو مخنیوی وکړي او دغه ډول  توکي له دکانونو څخه راټول کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند  وویل، که څه هم د ځانګړو سیمو لکه تفریحي مرکزونو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي خو بیا هم هیوادوال کولای شي چې د شکمنو کړنو د لیدو پر مهال په ټول هیواد کې له ۱۰۰او ۱۱۹ شمېرو او په کابل کې په ۲۱۰۰۴۰۰ شمېرې له امنیتي ځواکونو سره په اړیکه کې شي.
دانش زیاته کړه، چې د جمهوررئيس د لارښوونې پر اساس اوس مهال امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د اوربند رعایتولو ته ژمن دي خو د طالبانو د سرغړونې په صورت کې هر ډول دفاع ته چمتوالی لري.
پاى \ ذکرالله \

Last modified on Wednesday, 13 June 2018 10:20
back to top