18 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نوې ټاکنې

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د سترې محکمې په وړانديز او د...

يونسکو په نشراتي برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري کوي

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو...

د جګړې په شرايطو او بيړنيو حالاتوکې د ښځو د ساتنې د پاليسۍ مسوده برابره شوه

کابل\باختردتلې دمياشتې ٢٥نيټه : د ښځو چارو وزارت په جنګي شرايطو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بدخشان کې دطالبانو په ډله ئيز بريد کې دملي اردو داوولسو تنو سرتيرو شهادت .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
په بدخشان ولايت کې دوسله والو طالبانو په ډله ئيز بريد کې دملي اردو  اوولس تنه سرتيري  شهيدان شول .
په دغو پوځيانو  دپنجشنبې  په شپه دبدخشان ولايت دوردوج ولسوالۍ په شخ ولول  ساحه کې دوسله والو طالبانو له خوا بريد وشو .
دبدخشان دولايتي شورا غړي عبدالله ناجي باختراژانس ته وويل  چې دطالبانو په دې بريد کې دملي اردو اوولس  تنه سرتيري شهيدان شول .
ده په دغو جګړو کې ددولسو تنو وسله  والو طالبانو وژل  کيدل هم تاييد کړل او ويې ويل چې څو تنه  پاکستاني جګړه ماران هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي .   تراوسه پورې  دطالبانو په دې بريد کې  دپوځيانو دټپي کيدو او داسارت دقيق شمير   معلوم نه دى .   دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون  امر امام علي عزيزي  دوردوج ولسوالۍ په شخ ولول کې  دملي اردو  دسرتيرو په اډې دطالبانو بريد تاييد کړ  خو په دې اړوند يې دجزئياتو  له ورکولو څخه ډډه وکړه .    ختم- ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.