19 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه : نهه تنه پاکستاني طالبان...

دطالبانو او داعشيانو ترمنځ خونړى جګړې دوام لري .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه : دداعشيانو او طالبانو په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بغلان کې د٣٦ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پلخمري\ باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٩نيټه :   
شپږديرش تنه وسله وال طالبان د بغلان ولايت په تاله اوبرفک ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمدحنيف رضايي نن  باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان په تاله اوبرفک ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو د بريدونو په وخت کې د پوځيانو له خوا په  ډزو سره ووژل شول .
ده وويل: په دې نښته کې  اوولس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
رضايي زياته کړه: د امنيتي ځواکونو اته زغره وال ټانکونه ،  څلور رنجر موټرونه، يو زغره وال موټر  او يو جنراتور چې مخکې د دښمن لاسته  ورغلي و؛ په  دغو بريدونوکې له منځه يوړل شول.
رضايي وويل: په دغوعملياتوکې  دوه رنجر موټرونه ، شپږ کلاشينکوفونه ،يوه  پيکا، يو توغندى ويشتوونکى او يو لاسي بم د پوځيانولاسته ورغلي دي.
ويل کيږي پوځيانو په دې بريالي شول چې د تاله اوبرفک ولسوالۍ او د هغه ټول کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک او د ټينګو پوستو په جوړولو سره  د خلکو امنيت تامين کړي.
پاى \ ذکرالله\

Last modified on Tuesday, 19 June 2018 12:39

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.