16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د بېلابېلو دولتي ادارو...

  په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د نيمروز خلکو د...

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د ترينکوټ _ دهراوود...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ميدان وردګوکې ٨٠ تنه پوځيان د طالبانو له خوا آزاد شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : وسله والو طالبانو له هغه وروسته چې په ميدان وردګو ولايت کې په نويوجګړو کې ٨٠ تنه پوځيان يې ونيول؛ هغوى يې بېرته خوشې کړل. دغه پوځيان له نيول کيدو څخه څو ساعته وروسته بيرته آزاد شول . په سلګونو تنو يرغلګرو پرون ناوخته له څو استقامتونو څخه د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ په امنيتي پوستو يرغل وکړ . د را رسيدلو خبرونوله مخې: يرغلګرو د خپلو بريدونو په بهيرکې ١٤ امنيتي پوستې ونيولې او٨٠ تنه پوځيان يې هم اسيران کړل. د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي باختر آژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو څو ساعته وروسته دغه ٨٠ تنه پوځيان بېرته خوشې کړل . د ميدان وردګو د ولايتي شورا دغه غړى وايي چې طالبانو په دې شرط چې دغه پوځيان بېرته د دوى په وړاندې جګړې ته راستانه نشي؛ د دوى په آزادولو يې اقدام کړى دى. په همدې حال کې د ميدان وردګو ولايت پوځي مقامات وايي چې نوي ځواکونه ميدان وردګو ولايت ته رسيدلي او له جلريز ولسوالۍ څخه د طالبانو د شړلو عمليات پيل شوي دي . مخکې له دې د ميدان وردګو د والي وياند وويل چې په وروستيو جګړوکې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو ته نور ټپيان شوي دي. ده دغه راز په دغو جګړوکې د يوه سرتيري شهادت هم تائيد کړ. پاى \ج\ ذ

Last modified on Sunday, 24 June 2018 04:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.