23 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ډاکتر کمال سادات : خلکو په تيره بيا دځوانانو يوه ډيره ستره اړتيا سوله ده .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو...

تبصره

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دوږي دمياشتې نهه ويشتمه...

دڅو اړخيزو همکاريو په باب خبرې وشوې .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : مرکزي اسيا...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خلګ دميمنې ښار له امنيتي حالت څخه انديښمن دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ  دريمه :
دفارياب  ولايت څوولسوالۍ  په  دې وروستيو وختو کې ددښمن تر ګواښ او کلابندۍ لاندې دي .
درارسيدلو خبرونو  له مخې ، دميمنې ، شبرغان دنمبريک  لوى لارې دخواجه سبز پوش  ولسوالۍ  دخواجه قشروي  ددوه لارې په سيمه کې په ملي اردو پورې اړوند  ديوه قرارګاه  او  ددوه  پوستې دسقوط  له امله تړل شوي دي او په سلګونو مسافر وړونکي موټرونه چې دمزارشريف ښار په لور  روان و بيرته ميمنې  ښار ته ستون شول .
دفارياب دولايتي شورا رييس محمدظاهر رحماني وايي  له څلور ورځو  راپديخوا دخواجه سبز پوش  ولسوالۍ او ميمنې ښار دطالبانو تر ګواښ لاندې دي .
  په همدې حال کې تيرمازيګر  دمدني ټولنې په سلګونو  تنو فعالانو  ، سپين ږيرو او دوګړني پاڅون کوونکو قوماندانانو ددغه ولايت  په څلور لارې  کې راټول شول او له مرکزي  او سيمه ئيز دولت څخه وغوښتل  چې په جدي توګه دميمنې ښار او دنمبر يک  لوى لارې دچاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره تامين کړي  که نه له دې پرته به خلک پاڅون وکړي او دعواقبو مسووليت به يې دمرکزي اوسيمه ئيز حکومت په غاړه  وي .   ختم_   عطاالله – اکرم

Last modified on Sunday, 24 June 2018 13:02

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.