16 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

پنځلس تنه د ماسټرۍ لپاره جاپان ته واستول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د بېلابېلو دولتي ادارو...

  په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

په نيمروز کې ٣٢ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د نيمروز خلکو د...

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه : د ترينکوټ _ دهراوود...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په بېلابېلو سيموکې ١٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
دملي دفاع وزارت وايي: ١٦ تنه ډار اچوونکي د امنيتي او دفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
  لس ګډ چاڼيز عمليات، دکوماندو ٨٥ خاص پروګرامونه او  ١٦ هوايي بريدونه د هېواد په بېلابېلو سيموکې د خلکو د ځان او مال د ساتنې  او د ډار اچوونکو د له منځه  وړلو په موخه ترسره شوي دي .
  هوايي ځواکونو ٧٢ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو په ملاتړو ترسره کړي دي چې له امله يې  ١٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او  اووه تنه نور يې ټپيان شول .
  دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار، غزني، ميدان وردگو، فراه، بادغيس، فارياب، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

Last modified on Monday, 25 June 2018 11:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.