په هرات کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ  نهمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په هرات ولايت کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
  جګړه تېره شپه په اوبې ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په امنيتي پوستو يرغل وکړ .
  د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
په دې جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم _ ج _ اکرم

back to top