په کندزکې د اتو تنو نيول کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ  نهمه :
  اته تنه پرون په کندز ولايت کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول .
  دکندز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني باختر آژانس ته وويل چې د دوو تنو غير مسوولو وسله والوکسانو په ګډون اته تنه د جنايي جرمونو په تور د کندز ښار له مربوطاتو څخه ونيول شول .
  نورستاني وويل چې په نيول شويوکسانوپه دغه ولايت کې، د وژنې، غلا او د ټپي کولو تور لګول شوى دى
  ختم_ سهيلا  _ اکرم

back to top