20 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان د اسلامي...

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

دفراه ښار\باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : هوايي ځواکونو تيره شپه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
د هېواد د شمال د وروستيو امنيتي حالاتو په باب د ملي دفاعي او امنيتي بنسټونو ګډه مطبوعاتي اعلاميه 
د هېواد  ملي دفاعي او امنيتي بنسټونه د هغو تصويرونو خپرولو ته په پاملرنې سره چې په دې وروستيو وختوکې په ټولنيزو رسنيوکې لاس په لاس کيږي او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ځينو چلندونو ته نسبت ورکول کيږي، واکمن دولتي هيئت د هغه د څيړنې لپاره ټاکي. د هر راز سرغړونې په صورت کې به  د قانون له مخې اجراات وشي.
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه د افغانستان په ټولو ورونو قومونو پورې   تعلق لري او د خلکو په وړاندې هيڅ راز توپيري چلند ته اجازه نه ورکول کيږي. 
د افغانستان حکومت دبشر دحقوقو دنړيوالوکنوانسيونونو او موازينو رعايتولو ته ژمن دى او د بشري حقوقو د هر راز نقضولو په مقابل کې چلند کوي او عاملينو ته يې د هېواد د نافذو قوانينو له مخې سزا ورکوي .
پاى\ ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.