18 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د بې سندو او تورو ښېښو لرونکو موټرو استفاده منع شوه

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : په غزني ښارکې له بې سنده...

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آلمان له سفير سره د پژندګلوۍ کتنه وکړه

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آلمان له سفير سره د پژندګلوۍ کتنه وکړه

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اعتراض کوونکو په فارياب کې د انتخاباتو د کميسيون دفتر وتاړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
په فارياب ولايت کې اعتراض کوونکو نن د انتخاباتو د کميسيون دفتر وتاړه او خپلې تذکرې يې وسوځولې .
د فارياب ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو د قيصاري د نيول کيدو په غبرګون کې د خپل اعتراض په نهمه ورځ په دغه ولايت کې د انتخاباتو د کميسيون  د دفتر دروازې وتړلې او خپلې تذکرې يې چې ستيکرونه پرې لګول شوي وو، وسوځولې.
د فارياب د ملي غورځنګ د ولايتي دفتر رئيس وويل، تر هغه وخته پورې چې  مرکزي دولت او نړيواله ټولنه د دوى غوښتنو ته پاملرنه ونکړي، د خپلو  غوښتنو او هدفونو د ترسره کولو په خاطرله هيڅ راز ممکنې ګزينې څخه ډډه نه کوي .
خو د جمهور رئيس د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي پرون د قيصاري د نيول کيدو په باب وويل: هرڅوک چې له قانون څخه لوړ عمل وکړي او خلک  ورڅخه شکايت وکړي، د حکومت له خوا نيول کيږي او عدلي او قضايي  بنسټونو ته سپارل کيږي .
مرتضوي وويل: په قيصاري برسيره د رحيم الله روزګاني او له فراه څخه د داوود په ګډون يوشمېر زورواکان چې له قانون څخه يې پورته عمل کاوه، نيول شوي دي.
پاى \ ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.