پنځه پنځوس تنه تروريستان په تيرو ٢٤ ساعتوکې وژل شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه : 
د ملي دفاع وزارت وياند وايي چې په تيرو ٢٤  ساعتوکې  ٥٥   تنه تروريستان د هېواد په ځينوسيموکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې وژل شوي دي .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دملي دفاع وزارت وياند جنرال محمدرادمنش نن په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کي وويل: د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو او هوايي بريدونو په نتيجه کې په تيرو ٢٤ ساعتوکې ٥٥ تنه تروريستان وژل شوي او٣٥ تنه نورټپيان شوي دي. 
رادمنش چې نن يې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې زياته کړه چې د تروريستانو د ځپلو او د هغوی د پټنځيو د دړې وړې کولو په خاطر د هوايي او د ملي دکوماندو دقطعاتو عمليات دوام لري.
په همدې حال  کې د ملي اردو د انجينری ټيم په تيرو ٢٤ ساعتوکې  د تررويستانو له خوا  ١٨ ښخ کړاى شوي ماينونه د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه کشف او شنډکړي دي.
رادمنش وويل چې دغه عمليات په ننګرهار، کونړ، غزني، روزګان، زابل، بادغيس، فارياب او د هلمند په ولايتونو کې په برياليتوب سره دوام لري .
پاى \ ج \ ذ

 

Last modified on Wednesday, 11 July 2018 13:15
back to top