20 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان د اسلامي...

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

دفراه ښار\باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : هوايي ځواکونو تيره شپه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمندکې دطالبانو په سنګرونو د هېواد دهوايي اوځمکنيو ځواکونومرګاني بريدونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ ٢٣
٨ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي او ځمکنيوځواکونو د يولړ بريدونو په  بهير کې  ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وو، لښکرګاه ښارته څيرمه  بريد  وشو.
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې  د هېواد دهوايي ځواکونوپه دغو بريدونوکې ٨تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په دغوبريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په  هلمند ولايت  کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي . له دغې ډيپو څخه چې په ناد علي ولسوالۍ کې  د طالبانو له پټنځي څخه کشف شوې ده، يوه اندازه سپکې او درندې جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .
په  يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې د طالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند ولايت دلښکرګاه ښار ته څېرمه او له  ګرشک ولسوالۍ څخه ٤ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د را رسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
  ختم_ ج-اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.