21 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جوزجان کې د ملي اسلامي غورځنګ د پلويانو اعتراض دوام لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
د جوزجان د خلکو مدني اعتراضات نن ديارلسمې ورځې ته ورسيدل.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د ملي اسلامي غورځنګ پلويانو په شبرغان ښارکې په لاريون سره په خپلو غوښتنو ټينګار وکړ او هغوى له قيد او شرط پرته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د رارستنيدو، د قيصاري خلاصون، دهېواد په شمال کې ددايمي سولې  او ثبات ټينګښت يې له خپلو غوښتنو څخه وبلل.
اعتراض کوونکو له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د جنرال دوستم د بېرته ستنيدو او د قيصاري د نيول کيدو د څيړنې په خاطر د حقيقت موندنې هيئت موظف کړي.
دوى ادعا کوي چې په دغه ولايت کې په ې وروستيو  وختوکې د خلکو حالت د انديښنې وړ دى، ځکه دولتي ادارې، بانکونه، د لوړو زده کړو موسسې او ښوونځي تړل دي او په همدې موده کې دولتي مامورينوخپل معاشونه هم نه دي اخيستي .
پاى\ ج \ ذ

 

Last modified on Sunday, 15 July 2018 12:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.