22 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

روزګانیان د انتخاباتو له بهیر څخه خوښ نه دي

ترینکوټ باختر د تلې ۳۰ مه د روزګان ولایت د ګیزاب...

د زابل په والي وسله وال برید شوی

قلات باختر د تلې ۳۰ مه د زابل پر والي رحمت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمندکې دطالبانو په سنګرونو د هېواد دهوايي اوځمکنيو ځواکونومرګاني بريدونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ ٢٥ ١١ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي او ځمکنيوځواکونو د يولړ بريدونو په بهير کې ووژل شول. په دغو طالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو، لښکرګاه ښارته څيرمه پرې بريد وشو. دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د هېواد دهوايي ځواکونوپه دغو بريدونوکې ١١تنه وسله وال طالبان ووژل شول. او ددوى څو مرکزونه دړې وړې شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي . له دغې ډيپو څخه چې د ګرشک په ولسوالۍ کې د طالبانو په پټنځي کې کشف شوې ده، يوه اندازه سپکې او درندې جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې د طالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند ولايت دلښکرګاه ښار ته څېرمه او له نادعلي ولسوالۍ څخه ٥ ماينونه کشف او شنډ کړل . د را رسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ عطاالله -اکرم

Last modified on Tuesday, 17 July 2018 03:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.