17 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کې دپوځيانود ستروعملياتوپه پيل کې د وسله والو طالبانو سخته ماته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٧نيټه :         
دبدخشان ولايت په زيباک ولسوالۍ کې  په يو وخت دعملياتو په پيل کې   په سيمه کې دوسله والو طالبانو دسختې ماتې خبر ورکړ شوى دى .
دغه عمليات پرون په زيباک ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دشتون اودهغوى دفعاليتونو په  وړاندې  پيل شوې دي  .
دخبرونو له مخې ؛  ددغو عملياتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته د سردروند زيان رسيدلى  او له زيباک ولسوالۍ څخه دتيښتې په حال  کې دي .
پوځيان هلې ځلې کوي له دواړو خواوڅخه په وسله والو طالبانو فشار راوړي ترڅو په زيباک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان بساط  ټول شي .
دهېوادپه شمال کې دملي اردو يوه قوماندان  باخترآژانس ته وويل ؛ چې دپوځيانو دغه عمليات په ښه توګه پرمخ ځي او وسله وال طالبان دتيښتې           په  حال کې دي .
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کېږي چې وسله وال طالبان دڅه ناڅه يوې اوونۍ په بهيرکې څوځلې په امنيتي پوستو او د زيباک ولسوالۍ په  اداري تاسيساتو بريدونه  کړي دي.  پاى \ ذکرالله\

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.