21 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ديارلس تنه ملکي وګړي شهيدان شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کا بل باختر د چنګاښ نهه ويشتمه :
دکندز ولايت  په مربوطاتو کې  د پوځي عملياتو په بهير کې ١٣ تنه ملکي وګړي شهيدان او يوتن بل ټپي شو .
د ملي دفاع ووزارت د وياند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش   باختراژانس ته وويل چې دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې   د پوځي عملياتو په بهير کې  له بده مرغه  ديارلس تنه  ملکي وګړي شهيدان او يوتن بل ټپى شوى دى .
ده زياته کړه چې؛ دملي دفاع وزارت  دغه پېښه دهغو جګړو زيږنده  بولي چې تروريستانو په موږ تپلي دي او په همدې موخه  جګپوړي نظامي او دولتي هيئت  دغې ساحې ته استول شوى دى چې پيښه  له نږدې وګوري او جدي اومسلکي  څيړنې  او تحقيقات ترسره کړي او دهغې دڅرنګوالي په اړوند جګپوړو  دولتي مقاماتو ته رپوټ وړاندې کړي .
  ختم- ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.