21 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوتن په سمنګانو کې ووژل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ    ٣١ نيټه :
په سمنګانو ولايت کې دولسي جرګې ديو نوماند او دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ په نښته کې  يو تن ووژل شو .
  دسمنګانو ولايت دمطبوعاتو مسوول محمد صديق  عزيزي باختراژانس ته وويل  جې دغه جګړه پرون دولسي جرګې ديوتن نوماند سناتور محمد اصف  عظيمي او دقوماندان حاجي رشاد دافرادو ترمنځ د ايبکو ښار دميرزا برات علي  په ساحه کې ونښته چې په پايله کې  يې دعظيمي  يوساتوونکى ووژل شو
  خبرځاى زياته کړه ددغې نښتې علت تراوسه پورې روښانه نه ده خو پوليسو دقوماندان رشاد دوه تنه افراد ي نيولي دي .
    داپه داسې حال کې ده چې دسمنګانو ولايت يوشمير اوسيدونکو دغير مسوولو  وسله والو کسانو له زياتوالي  څخه انديښنه څرګندوي . او وايي ددغو افرادو په زياتوالي سره په دغه ولايت کې وسله  والې غلاوې او جنايي جرمونه رامنځته کيدل زيات شوي دي .
دوى له سيمه ئيز حکومت  څخه غواړي چې دغير مسوولو وسله  والو افرادو دفعاليت مخه ونيسي چې خلک  وکولاى شي په امن فضا کې  ژوند وکړي
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.