کندز \باختردزمري دمياشتې ١٩نيټه :
د وسله والوطالبانو يو مشهورسرګروپ پرون په کندز ولايت کې ووژل شو.
د٢٠٩شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: د وسله والوطالبانو يو کليدي غړى مولوي شمس الدين د دغه ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په پشه يي کلي کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شو.
رضايي زياته کړه: په دغو بريدونوکې د دغې ډلې دوه تنه نور سرګروپان ټپيان شول او د هغوى يو ټينګ سنګر او دوه موټرسايکلونه له منحه يووړل شول او د دښمن له شتون څخه څو کلي هم پاک شول.
ديوبل خبرله مخې:
د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې چې د کندز ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې ترسره شول، د دښمن يوشمېر جنګي وسايل، اووه ماينونه او پنځه ټينګ سنګرونه له مننځه يووړل شول.
پاى \ ذکرالله \