20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

وسله والوطالبانو په لوګرکې د يوې کورنۍ درې غړي شهيدان کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \باختردزمري دمياشتې ١٩نيټه : په لوګر ولايت کې وسله والوطالبانو تېره شپه د يوې کورنۍ درې غړي شهيدان کړل. د لوګرولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپوراحمدزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د کابل - لوګر د لويې لارې د قندهاريو پله په سيمه کې د دوى د استوګنې په کور د وسله والو مخالفينو له خوا د يو توغول شوي توغندي د لګيدو له امله شهيدان شول. دوه زياته کړه: په دې پيښه کې د دغې کورنۍ دوه تنه نورغړي ټپيان شوي دي. په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. درې ورځې مخکې هم په لوګر کې د امنيتي ځواکونو او وسله والوطالبانو ترمنځ نښته کې د استوګنې په يوه کور د يوه هاوان د لګيدو له امله د يوې کورنۍ څلور تنه غړي شهيدان شوي وو. پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.