15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې دښمن ته د سردروند زيان واوښت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دزمري دمياشتې ٢٤نيټه : 
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتو کې۱۴ ګډ تعرضي اوچاڼیز ، ۹۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۲ضربې  یې د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي  او د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۱۰  الوتنې د ملي اردو  د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي دي.
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړد ننګرهار، غزني، پکتیا، قندهار، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب، بلخ، کندز او دهلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې له امله يې د فاریاب ولایت دګرزیوان او  غورماچ  په ولسوالۍ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی، د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د لوارو او پیرلکه په سیمو کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي،  ۲۰ تنه ټپيان، د روزګان ولایت مرکز  اړوند تالاني په سیمه کې ۱۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او د فراه ولایت د خاک سفید په  ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپيان او ۸ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د خوست ولایت د نادر شاه کوټ په ولسوالۍ کې د حقاني شبکې ۳ تنه غړي وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی، او د ننګرهار ولایت د هسکې مینې په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي .
پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.