18 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې د نشه يي توکو د يوه قاچاق وړونکي مجازات

کابل باختر دمرغومي اته ويشتمه د هرات ولايت استيناف محکمې د...

په بغلان کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په بغلان کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر دمرغومي اته ويشتمه شپږ تنه وسله وال طالبان پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهېواد په ځينو سيمو کې دتروريستانو دځپلو په موخه دامنيتي او دفاعي ځواکونو چانيز عمليات په برياليتوب سره دوام لري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د  زمري  ٢٤:
دهېواد په ځينو  سيموکې دتروريستانو دځپلو په موخه دملي دفاعي او امنيتي  ځواکونو چانيز عمليات په برياليتوب سره دوام لري .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په تيرو  ٢٤ ساعتو کې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه  ١٤ پلان شوي ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات ، ٩١ کوماندويي دندې او ١٢ هوايي بريد ددښمن په ځالو  دهېواد په بېلابېلو  سيموکې ترسره کړي هوايي ځواکونو ١١٠  الوتنې دملي اردو دځواکونو په ملاتړ ترسره کړي دي .
دغه عمليات دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، غزني ، پکتيا  ، قندهار ،  روزګان ، زابل ، فراه ،بادغيس ، فارياب  ، بلخ ، کندزاو دهلمند په ولايتونوکې ترسره شوي دي دفارياب ولايت دګرزيوان او غورماچ  په ولسواليو کې  ١٨ تنه ډار اچوونکي  وژل شوي  او ددښمن يو موټرسايکل   له منځه تللى دى  ،   دپکتيا ولايت دجاني خيلو ولسوالۍ په لواري او پيرلکه ساحه کې  ١٧ تنه ډار اچونکي وژل  شوي اوشل تنه نور ټپيان شوي دي دروزګان ولايت دمرکز ترينکوت ښار په تالاني  ساحه کې   ١٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دفراه ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې  درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي دوه تنه ټپيان او اته موټرسايکلونه له منځه  تللي دي .
دغه راز دخوست ولايت دنادر شاه کوټ ولسوالۍ په سيوي  کلي کې دحقاني شبکې دډلې درې تنه غړي ووژل شول او يو موټر له منځه تللى دى او دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ په اوغز کلي کې  درې تنه  ډار اچوونکي وژل  شوي دي . 
ختم- عطاالله_ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.