23 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په ننګرهار کې په لسګونه کلي ددښمن له شتون څخه پاک شول .

په ننګرهار کې په لسګونه کلي ددښمن له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر دکب څلورمه : په داسې حال کې چې په...

 په دايکنډي  کې دواورې دښوييدو له امله دوه تنه ووژل شول .

په دايکنډي کې دواورې دښوييدو له امله دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر دکب څلورمه : ددايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ...

 په غزني کې د١١ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

په غزني کې د١١ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دکب څلورمه : ١١ تنه ډار اچوونکي تيره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

١٧ تنه دبند په بېلابېلو موردو محکوم شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د  زمري  ٢٤:
دمسکراتو اودنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکزابتداييه او استيناف  محکمو اوولس تنه دنشه يي توکو دقاچاقو دجرمونو په ارتګاب  له دووکلونو او شپږو مياشتو څخه تر پنځو کلونو پورې دبند په مجازاتو محکوم کړل .
دمسکراتو او دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز وياند خالد احمد موحد نن دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل دغه کسان چې د ٦٥٤ کيلوګرامه هيروئين  ډوله نشه يي توکو ، سلو کيلوګرامو اپينو ، ٥٣٤ کيلوګرامو چرسو ،  شپږ سوه  ليترو اوبلن  کيمياوي توکو او ديوولسو  کيلوګرامو امفتامين  دديارلسو  قضيو قاچاقو په اړوند دهېواد په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي او دعدلي اوقضايي  تعقيب  په مقصد  له دوسيو سره يې دغه مرکز ته استول شوي و چې دتيرې اوونۍ په بهير کې  له څيړنو او تحقيقاتو وروسته په  مجازاتو محکوم شول .
دده دڅرګندونوله مخې ، ددغې مودې په بهير کې دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې پوليسو دنورو امنيتي بڼستونو په همکارۍ  ديارلس تنه دقاچاقو دجرمونو په اړوند چې دوه تنه ښځې هم پکې شاملې دي دشپږو قضيو په اړوند دکابل ، ننګرهار او هرات په ولايتونوکې نيولي دي .
له نيول شويو کسانوڅخه  ټولټال  څه دپاسه اته ديرش کيلوګرامه هيروئين ،  ١٤٠  کيلوګرامه چرس ،  ١٦ کيلوګرامه ښيښه ،  ٦٣٨ ليتره الکولي مشروبات ،  ١٠ موبايل  تيلفونونه ، پنځه ليږدونکي وسايط او دغه راز ١٧٠٠٠ افغانۍ نغدې پيسې ددغه مرکز دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
   ختم- ف _ اکرم
                                                 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.