15 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اسلامي همکاريو دسازمان له سفير سره وکتل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

خبرتيا

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : تحصيلي بورسونو ته د...

مډال راوړونکي وستايل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه : په سمنګانو ولايت کې مډال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې په يوه پوځي روزنيز مرکز دوسله والو طالبانوبريد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل \باختر دزمري دمياشتې ٢٥ نيټه : 
د کابل ښارد پنځمې ناحيې دخوشحال خان مينې په ساحه کې ديوې نيمه کاره ودانۍ    دتصفيه کولو کار چې  څوتنو ترويستانو پکې ځاى نيولى دى کوماندو د ځواکونوهلې ځلې دوام لري.                                                                                          دکابل  دپوليسو يو خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ ددې هيله شته چې تر څو ساعتونو وروسته دغه ودانۍ په بشپړه توګه  دډاراچوونکو له شتون څخه پاکه شي.
نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاوخوا کې يوې ډلې وسله والو کسانو په يوه نيمه کاره ودانۍ کې ځاى ونيوه  او په هغې پوځي روزنيزې ودانۍ  چې  يو کيلومترواټن لري دتوغنديو  بريدونه  وکړل.
د پوليسو دغه خبرځاى وويل چې د کوماندو ځواکونو ددغې پنځه پوړيږي ودانۍ درې پوړه يې تصفيه کړي  اود دغې ودانۍ دټولو برخو ر پاکولو په لټه کي دي .
خو يوبل خبرځاى وويل ؛ تراوسه پورې دوه تنه يرغلګر وژل شوي دي او د دغې پيښې د سر د رامنځته  شوي زيان په باب څه  ونه ويل .
جزئيات وروسته خپريږي.
پاى \ ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.