22 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دانتخاباتو خپلواک کميسيون دګوټو دشميرنې دطرحې په باب څيړنې روانې دي .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دانتخاباتو خپلواک کميسيون دروان...

په سرپل کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور دپنځو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دوږي يو ديرشمه : دسرپل پوليسو نن دنشه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې دتروريزم دقربانيانو ددرناوي نړيواله ورځ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دزمري ٢٦: دتروريزم دقربانيانو درناوى داساسي انساني او بشري حقوقو درناوى دى دهرات والي محمداصف رحيمي دتروريزم دقربانيانو ددرناوي دنړيوالې ورځې دنمانځنې په غونډه کې ددغه ټکي په اعلامولو سره وويل له بده مرغه دافغانستان دخلکو ډير لومړني حقوق دتروريستانو له خوا ترپښو لاندې شوي دي . دهرات والي دغزني او کابل په ګډون دهېواد په بېلابېلو ولايتونوکې دجهل او تورتم دلښکر جنايتونو ته په اشارې سره وويل طالبانو او تروريستانو آن په هغو ملکي اوبيګناه خلکو چې له دولت سره يې هيڅ راز پيوند نه درلود هم رحم ونه کړ . رحيمي دهغو ګڼ شمير تنکيو ځوانانو شهادت چې په کابل کې په زده کړې بوخت وو دبشري ضد جنايت مصداق وباله او زياته يې کړه دغو تنکيو ځوانانو غوښتل چې زده کړه وکړي تر څو دهېواد په ابادى کې ونډه واخلي . دهرات والي ددغه ټکي په بيانولو سره چې دتروريستي فعاليتونو دوام دتروريزم دبريدونو دقربانيانو شمير زياتوي او دافغانستان خلک نور ددغه ستر غم دزغملو توان نه لري . ددغه جګپوړي دولتي مقام دڅرګندونوله مخې، دتروريزم دقربانيانو درناوى به لږ ترلږه دقربانيانو دکورنيو ددردونودکمښت سبب شي . دغه راز دقربانيانو يوشمير کورنيو هم له ډار اچونې سره دمبارزې په کار کې دهېوادونو دهمغږى غوښتنه وکړه . ختم _ عطاالله _ اکرم

Last modified on Saturday, 18 August 2018 04:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.