16 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  په قابل باى کې دبريښنا ددوو ستنو دبيا رغونې کار پيل شو.

په قابل باى کې دبريښنا ددوو ستنو دبيا رغونې کار پيل شو.

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه : بريښنا شرکت...

محمد فهيم رحيمي :  دنندارتونونو جوړول دفرهنګي اړيکو په پراختيا کې اغيزمن رول لري .

محمد فهيم رحيمي : دنندارتونونو جوړول دفرهنګي اړيکو په پراختيا کې اغيزمن رول لري .

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه : دافغانستان دملي موزيم رييس...

يو ډار اچوونکي ونيول شو

يو ډار اچوونکي ونيول شو

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه : پوليسو يو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دتروريزم دقربانيانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل\باختردزمري دمياشتې٢٩ نيټه :
په کندزولايت کې دتروريزم دقربانيانو دنړيوالې ورځې درناوى وشو.
دباخترآژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  دکندز ولايت دبشر دحقوقو دخپلواک  کميسيون له خوا دسيمه ييزو  مسوولينو ، ددولتي ادارو درئيسانو، دمدني ټولنې دفعالانو ، ښځو ، ځوانانو          او  خبريالانوپه ګډون په کندز ښارکې  جوړه شوې وه دکندز ولايت سرپرست   حشمت الله رحيمي عرض بيګي وويل ؛  چې د جګړې او تروريزم په باب   اوپه   نړيواله  کچه دهغو دقربانيانو ددرناوي په باب  زياتې  خبري اترې شوې دي  او  يو لړمفکورې رامنځته شوي دي  خو موږ له نورو سره توپير لرو ځکه  زموږ  په هېواد کې هره ورځ او هره شيبه قربانۍ دوام لري او موږ هره ورځ دقربانيانو درناوى  کوو او خوشيني يو.
ده زياته کړه چې نن  ملي پيوستون ته اړتيا لرو  چې وکولاى شو ددغو قربانيو لړۍ پاى ته ورسوو او دنړۍ دنورو هېوادونوپه شان دغه ورځ په کال کې يوځل  ونمانځو.
په دې غونډه کې د کندز ولايت دبشر دحقوقو دساحوي دفتر مسوول فطرت وويل؛  چې دتروريستي بريدونو دمخنيوي اودتروريزم دقربانيانو دښيې څيړنې لپاره لارې   چارې  ولټول شي .    

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.