کندز \باختردوږي دمياشتې٢١نيټه :
د نشه يي توکو يو مشکوک پرون په کندز کې دپوليسو له خوا ونيول شو .
دکندزولايت دامنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني دباخترآژانس سيمه ييزخبريال ته وويل ؛ دغه مشکوک دکندز ښارد بالاحصارپه څلورلارې کې د اته سوه ګرامه ترياک ډوله نشه يي توکو سره د دريمې امنيتي حوزې د منسوبانو له خوا ونيول شو.
د يوبل خبرله مخې ؛ دوه تنه مشکوک کسان چې پخوا دخلکو دکورونو د مالونو دغلا په کومان د پوليسو له خوا ترتعقيب لاندې و د کندز ښارد دريمې امنيتې حوزې په ساحه کې دسيمې دخلکو په همکارۍ ونيول شول .
دپوليسود منسوبانو دڅرګندونوله مخې ؛ دغه دوه تنه په کندز ولايت کې دغلا په څو نورو قضيو کې لاس درلود .
پاى\ ذکرالله \