17 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه : دباميانو ولايت دپوهنتون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شل تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي  د مياشتې ٢٢مه:
د داعشيانو د ډلې  ٢٠ تنه غړي د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينوسيموکې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٢٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت د نازيانو، کوټ، خوږياڼيو او د هسکې مېنې د ولسواليو  په مربوطاتوکې د دوى په سنګرونو  بريدونه شوي او  د هغوى څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه.
امنيتي مامورينو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل . د دغو ماينونو  د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د دوو  ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
له دغو ډيپوګانو څخه چې د کوټ او خوږياڼيو په ولسواليوکې د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيدې، يوه  اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
  پاى - ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.