21 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  جمهور رييس  محمد اشرف غني دجمهوري رياست دراتلوونکو انتخاباتو لپاره نوم ليکنه وکړه .

جمهور رييس محمد اشرف غني دجمهوري رياست دراتلوونکو انتخاباتو لپاره نوم ليکنه وکړه .

کابل باختر دمرغومي ديرشمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس...

دځوانانو دچارو معين  په افغانستان کې  دکانترپارت  ددفتر له مسوول سره وکتل .

دځوانانو دچارو معين په افغانستان کې دکانترپارت ددفتر له مسوول سره وکتل .

کابل باختر دمرغومي ديرشمه : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ختيځ کې د نهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢نيټه :
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې هوايي بريدکې نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول.
  ده وويل: دغه وسله وال طالبان کله چې د يولړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي په دې بريد کې د سيمي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې:
په نورستان ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار څلور ماينونه دنورستان ولايت له ګڼ ميشتولارو څخه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه پورې هيچا يا کومې ډلې د دغې ماين ښخونې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى. خو ځيني امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ناکامو ماين ښخولو مسوول بولي.
پاى\ ذکرالله\

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.