17 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه : دباميانو ولايت دپوهنتون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۶۷ تنه ترهګرو ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \باختردوږي دمياشتې٢٣نيټه : د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي : د هېواد ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتوکې۱۲ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۱۱۴ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۲ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۱۴الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړپه موخه کړي چې په پایله کې ۶۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي۲۸ تنه ټپیان اود ۱۴ تنوشکمن کسانو په ګډون ۱۵تنه نیول شوي دي . دغه عملیات د ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، کندهار، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، بلخ اوهلمند په ولایتونو کې ترسره شوي، چې له امله يې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان کې ٧تنه وسله وال ترهګروژل شوي، ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي او یو شمیروسلې اومهمات لاسته راغلي ، دغزني ولایت د اندړوپه ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګروژل شوي او ۲تنه ټپيان، د ننګرهارولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي، ۱۰ تنه شکمن کسان نیول شوي، یوموټرسایکل او یوشمیروسلې اومهمات لاسته راغلي اود میدان وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن نیول شوی دی . دغه راز د هوايي ځواکونو د ځپونکو ګوزارونو په ترڅ کې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د ریګریشن، چمران، ګداخیل او راده په سیمو کې ۲۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او ۲ ضربه ۸۲ ملی متری توپونه له منځه وړل شوي، د فراه ولایت د پشت رود او شیبکوه په ولسوالیو کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان محمد حکمت الله په ګډون ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان ، ۲ موټر او ۵ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د روزګان ولایت مرکز اړوند خانقا او نچین په سیمو کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان د دښمن ۳ پټنځایونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د هلمند ولایت د واشیر او نادعلي په ولسوالیو کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، یو موټر بم ، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، او د ننګرهار ولایت د پچیراګام په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي، د دښمن ۲ موتر او ۲ پتڼځایونه ویجاړ شوي دي . پاى \ ذکرالله\

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.