21 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

رسنۍ دې ملي ماتم په پام کې ونيسي

کابل باختر د لړم ديرشمه : د اطلاعاتو او...

جمهوررئیس غني: موږ باید د اسلام د ستر پیغمبر (ص) میراث او لارې ته ژمن و اوسو

جمهوررئیس غني: موږ باید د اسلام د ستر پیغمبر (ص) میراث او لارې ته ژمن و اوسو

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٩نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څلرويشت تنه وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
پلخمري \باختردوږي دمياشتې٢٣نيټه : څلرويشت تنه وسله وال طالبان پرون په بغلان ولايت کې ووژل شول . د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دوسله والو طالبانو ديو سرګروپ په ګډون څلرويشت تنه وسله وال طالبان ددغه ولايت دمرکزي بغلان په مربوطاتو کې په هوايي اوځمکنيوبريدونوکې ووژل شول. رضايي زياته کړه ؛ په دغو عملياتو کې لس تنه وسله وال طالبان ټپيان او ددريو وژل شويو وسله والو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي. دده دڅرګندونوله مخې ؛ په دغوعملياتو کې درې بورۍ چاوديدونکي توکي ، له ځانه جوړشوي څلورماينونه ، دهاوان ١٠ ګولۍ ، د بم ام يو يوه ګولۍ د مرکزي بغلان ولسوالۍ له قيصرخيلو او دکوکچنار له کليو څخه ترلاسه شوي دي. ديوبل خبرله مخې ؛ څلور تنه وسله وال طالبان دبغلان ولايت په تاله اوبرفک ولسوالۍ کې ووژل شول . د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وويل دغه وسله وال طالبان دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چي غوښتل يې دغه ماين دتاله وبرفک ولسوالۍ دشهيد پوستې ته څيرمه هغه ځاى پرځاى کړي . پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.