20 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوه تنه ډاراچوونکي ووژل شول او ١٠ تنه مشکوک کسان ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \باختردوږي دمياشتې٢٣نيټه : په ننګرهارولايت کې پرون د امنيتي ځواکونود يولړعملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال ډاراچوونکي ووژل شول او لس تنه مشکوک کسان ونيول شول. د٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ . ددغو عملياتو په په بهيرکې ٢ کلاشينکوفونه ، ٤ پنځه ډزې او يو موټر سايکل ترلاسه شوي دي. دغه عمليات دننګرهارولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دښه امنيت دتامينولو په خاطر د ٢٠١سيلاب قول اردو د څلورمي پلې لوا ترمشرۍ لاندې دملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت دځواکونو په همغږۍ اود هوايي توپوچي قوتونو په ملاتړترسره شول چې له امله يې دنغلو، خواجه ګان، دبتي کوټ ولسوالۍ لچپور سوري تيکه ، دروداتو ولسوالۍ دبهسودو ګردۍ کڅ ، سپګانوکلي ، دسلطان خيلو کلى په بشپړډول تصفيه او پلټل شوي دي . دغه رازددغو عملياتوپه بهيرکې دوسايطو ضد يوماين چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوسله والو مخالفانوله خوا ځاى پرځاى کړاى شوي و له چاودنې مخکې دڅلورمې پلې لوا د ماين شنډولو دټيم له خوا کشف اوشنډ کړاى شو. پاى \ ذکرالله\

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.