20 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يو وسله وال طالب دماين جوړولو په وخت کې ووژل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کندز \باختردوږي دمياشتې٢٣نيټه : يو وسله وال طالب تيره شپه په کندز ولايت کې دماين جوړولوپه وخت کې ووژل شو او د ده ميرمن او ماشوم يې ټپيان شول. دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني دباخترآژانس خبريال ته وويل؛ چې صفي الله دوسله والو طالبانو دډلې غړى ددغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې کله چې په خپل کور کې په ماين جوړولو بوخت و، ماين وچاوديد او ووژل شو. ده زياته کړه ؛ په دي چاودنه کې دده ميرمن او يو کوچنى ماشوم ټپيان شوي دي. دکندز پوليسود صفي الله دوه ورونه نيولي چې يو ورور يې څوکاله مخکې څلورکاله بند يې په تروريستي پيښو کې دلاس لرلو په تورپه کندزکې تير کړ. پاى \ذکرالله \

Last modified on Friday, 14 September 2018 15:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.