21 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې له سلګونو کيلوګرامو نشه يي تو کو سره ددريو تنو نيول کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : درې تنه له سلګونو کيلوګرامو چاوديدونکوتوکو سره په ننګرهار ولايت کې ونيول شول . دغه کسان نن دننګرهار ولايت دخوږياڼيو او سره رود په ولسواليو کې دامنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو او دپلټنې په بهير کې ونيول شول . دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو دنشه يي توکو انډې په مهارت سره په دريو موټرو کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې چې هغه بېلابېلو ځايونو ته قاچاق کړي . خوږياڼي وويل چې له دغو دريو تنو څخه درې سوه اته ويشت کيلوګرامه اپين ترلاسه شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې شپاړلس تنه په ننګرهار ولايت کې دجنايي جرمونوپه تور نيول شوي دي . دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتو کې ددغه ختيځ ولايت په ګوټ ګوټ کې دامنيتي ځواکونو دپلټنې دعملياتو په بهير کې نيول شوي دي . دننګرهار ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په نيول شويو کسانودغلا ، انسان تښتونې ، وژنې او دسندونو دجعل تور لګول شوى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Monday, 17 September 2018 04:42

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.