11 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په جوزجان کې يوشمېر سرتيري د خپلو معاشونو دنه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي

په جوزجان کې يوشمېر سرتيري د خپلو معاشونو دنه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : په جوزجان کې يوشمېر...

 اته تنه پوځيانو په فارياب کې شهيدان شول

اته تنه پوځيانو په فارياب کې شهيدان شول

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه اته تنه پوځيانو تېره شپه...

د نشه يي توکو د توليد درې کارخانې ويجاړې شوې

د نشه يي توکو د توليد درې کارخانې ويجاړې شوې

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : د نشه يي توکو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ختيځ کې د شپږ تنو پاکستاني ډار اچوونکو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
داسعداباد ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د هېواد په ختيځ کې شپږ تنه پاکستاني ډار اچوونکي په هوايي بريد کې ووژل شول. ويل کيږي دغه ډار اچوونکي نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وو چې نن له غرمې مخکې د ډيورنډ او د کونړ ولايت ترمنځ صفري کرښه کې پرې د هوايي ځواکونو له خوا بريد وشو. د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه شپږ تنه ډار اچوونکي په ډار اچوونکو فعاليتونوکې د ګډون په مقصد افغانستان ته راغلي وو چې هوايي بريد پرې وشو. تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې دغه وژل شوي ډار اچوونکي په کومې ډلې پورې اړوند دي؟ د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى. پاى \ ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.