22 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/د کب دمياشتې ٣ مه د غزني ولايت چارواکي وايي...

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ٣ مه د سالنګونو لويه لاره...

   په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه په غزني ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ختیځ کې ۳۸۰ تنه وسله وال وژل شوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال اباد باختر د وږي ۳۱ مه
د ننګرهار ولایت په اچین،نازیانو،چپرهار، خوږیاڼو ،پچیراګام ،هسکه مینه، غني خیل او د بټي کوټ په  ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار کې ۳۸۰ تنه وسله و ال مخالفان وژل شوي،۱۲۹ تنه ټپيان شوي او ۳۷۱ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې،دغه وسله وال طالبان د تېرو شپږو مياشتو په موده کې د ګډو افغان ځواکونو د ۱۶۴ ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي  د  باختر اژانس سیمه ېیز  خبریال ته وویل چې،په دغه موده کې د  وسله والو د  وژل  کېدو،ټپې کېدو او نیول کېدو سربېره د عملیاتو او پلټنو پر مهال ۲۲۵  بېلابېل ډول وسلې،۲۳۴ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې،۳۲ موټرونه ،۲۶۳ د وسایطو ضد ماینونه او یو شمیر نور اړوند توکې کشف او تر لاسه کړي دي .
هغه زیاتوي چې، دغه راز په  دغه موده کې د امنیې قوماندانۍ د پولیسو له لورې ۱۴۳جنایي پېښې کشف شوي،چې په کې ۱۴ تنه د انسان تښتوونې،۶۸ تنه د وژنې ۲۷ تنه د غلا او ۴۸ نور د لارې شکوونکي کسان په  کې  شامل دي.
بايد وويل شي چې په دغه موده کې تر دېرشو تنوزيات هم له  مخالفت څخه لاس اخېستې او د سولې له بهیر سره یوځای  شوي دي.پای/وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.