17 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور رئیس غني د څلورو هېوادونو د نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل

جمهور رئیس غني د څلورو هېوادونو د نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل

کابل \باختر\ د ليندۍ د مياشتې٢۵مه د افغانستان د اسلامي...

 د مشرانو جرګې غونډه جوړه شوه

د مشرانو جرګې غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د لیندۍ ۲۵ مه د لومړي نایب محمد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سلګونه تنو روزګانیانو پر طالبانو د سولې غږ وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
ترینکوټ باختر د تلې ۳ مه د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د سولي د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې سلګونه روزګان مېشتو نارینه وو او میرمنو په ګډه یوځل بیا پر وسله والوطالبانو د سولې غږ وکړ. دوی وايي، په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو ده، خو زیان یې افغانانوته رسېږي نو د همدې له امله یې سوله د افغانانو په ګټه وبلله. د سولې دغو تږو افغانانو چې نن په روزګان ولایت کې راټول شوي وو پر وسله والوطالبانو د سولي غږ وکړ اوغوښتنه یې ترې وکړه چې له مرچلو راکښته شي اوله افغان دولت سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. د دغې غونډې تر نیمايي ډېره برخه هغو مېرمنو جوړوله چې په روانه جګړه کې یې د کورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي دي، دوی هم په جنګ کې له ښکیلو خواوو د سولې غوښتنه وکړه. په جوړه شوې غونډه کې دیني عالمانو او د دغه ولایت والي هم د سولې پر اهمیت خبرې وکړې او له وسله والو مخالفانو څخه یې د سولې غوښتنه وکړه. د روزګان دغه جګړه ځپلي پرداسې مهال د سولې غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې له تیرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د روانې جګړې زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي. پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.