17 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه ٢٥ وسله وال طالبان تېره...

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د سره صليب استازي نن...

 په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه  کسان ونيول شول

په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه کسان ونيول شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د ملي پوليسو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څه د پاسه۳۰۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په جرم په بند محکوم شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د عدلي او قضايي مرکز ابتدائيه او استيناف محکمو د روان کال د دويمې ربع په بهيرکې ٣٧٢ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو د جرمونو د ترسره کولو په تور له يو کال څخه تر شلو کلونو پورې د بند په مجازاتو محکوم کړي دي. د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد نن په يوه خبري غونډه کې د دغه مرکز د روان کال د دويمې ربع کاري رپوټ وړاندې کړ. په دې موده کې ٣٧٢تنه د نشه يي توکو د قاچاقو د جرمونوپه تور د اړوندو محکمو له لارې په مجازاتو محکوم شوي دي چې د عامه خدمتونو ١٣ تنه موظفين ،١٦ ښځې او دوه تنه بهرنيان هم پکې شامل دي چې دقاچاقو د ١٥٩ قضيو په اړوند د هېواد له مرکز او بېلابېلو ولايتونو څخه دپوليسو له خوا نيول شوي وو چې د قانوني پړاوونو له بشپړولو وروسته د بند په بېلابېلو دورو په مجازاتو محکوم شول . د ده د څرګندونوله مخې: له دغو کسانو څخه په ټوليزه توګه ٥٦ نقليه واسطې،٢٤٤ مبايل ټيلفونونه او ۴ ميله وسلې ترلاسه شوې وې چې د اختصاصي څارنوالۍ رياست په وړانديز او د ابتدايې محکمې د حکم له مخې مصادره شوي دي او له دغو کسانو څخه څه دپاسه ۱۰۰ زره افغانۍ او ۱۹۸ زره ۵۱۷ امريکايي ډالره ترلاسه شوي دي چې په د افغانستان بانک کې په قطعي حساب کې تحويل شوي دي . دغه راز د دغو قضيو په اړوند په ټوليزه توګه ٣٨٠ کيلوهروئين، ٨٩٨ کيلوګرامه اپين ، ٢٨٠٦ کيلوګرامه چرس، ٤٩ کيلوګرامه شيشه، ٣١ کيلوګرامه جامد کيمياوي توکي، ٥٦٢٨ ليتره الکولي مشروبات، ٩٩٥ (K) ټابليتونه او ٩٣٥ ليتره تيزاب له نشه يي توکو سره د مبارزې دپوليسو لاسته ورغلي دي . پاى\ج \ ذ

Last modified on Wednesday, 26 September 2018 05:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.