17 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دائتلاف  دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

دائتلاف دځواکونو په هوايي بريد کې شل تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ...

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې  په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د لسګونو تنو ترهګرو وژل کیدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل \ باختر/ دتلې د مياشتې ١٩مه :
د کشفي او استخباراتي راپورونو له مخې، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو۲۴ساعتونوکې د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو انتخاباتو ته د ښه شرایطو د برابرولو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه، د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۱۰۴ځانګړي کوماندویي دندې او ۲۹ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو تر سره کړي او د افغانستان  هوایي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۱۳۹ پروازونه کړي دي چې په پایله کې لسګونه تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۵۰ تنه  ټپیان او ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د  ننګرهار، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، کندهار، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، بغلان، سرپل، هلمند او نیمروز په ولایتونو کې تر سره شول چې په له امله يې د غزني ولایت د قره باغ او واغظ په ولسوالیو کې ۳۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه  ټپیان شوي دي. د کندز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان او د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي .
هوايي ځواکونو د دښمن په ځالو ځپوونکي ګزارونونه ترسره کړي چې په ترڅ کې د لوګر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې ۳۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، یو تن شکمن نیول شوی او یو موټر له منځه وړل شوی، د فاریاب ولایت د غورماچ، پشتونکوټ او شرین تګاب په ولسوالیوکې ۳۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۷ تنه ټپیان، ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۴ موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې ۱۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي دي او د غزني ولایت د ده یک په ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي.
همدا رنګه د ننګرهار ولایت د هسکه مینې په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او یو پټنځای له منځه وړل شوی دى. د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپيان، ۴ بوشکې چاودیدونکي توکي، ۲ پټنځایونه او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي او د پکتیا ولایت د ځاځیو په ولسوالۍ کې د حقاني شبکې اړوند ۴ تنه ترهګر وژل شوي، په چاودیدونکو توکو بار یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي .#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.