په پکتيا کې د څلورو تنو وسله والو مخالفينو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل \باختردتلې دمياشتې ١٩نيټه :
څلور تنه وسله وال مخالفين پرون مازيګر په پکتيا ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سردار ولي تبسم باختر آژانس ته ويلي دي چې دغه وسله وال مخالفين پر يو پيکپ موټر سپاره وو چې د دغه ولايت د سيد کرم ولسوالۍ په کوسين سيمه کې پرې هوايي بريد وشو.
ده زياته کړه چې په دې هوايي بريد کې د دښمن وسلې او مهمات او يو موټر له منځه تللي دي.
پاى - وهاج

back to top