16 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه طالبان په دايکنډي کې ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : پنځه تنه وسله وال طالبان...

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دسترې محکمې عالي شورا نن...

پنځه ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل \ باختر\ د تلې د مياشتې ٢٤مه: مرکزي بانک (٢٢)...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهيواد اوخلکو په دښمنانوځپنده ګوزارونه وشول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
پچیرآګام - ننګرهار- - باختر/ دتلې د مياشتې ٢٠مه : دننګرهارولایت په اړونده سیموکی دقهر سیلاب څلورنمبر(۱۳) په نامه ګډجګړه ئیز او چاڼیزعملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل ؛همداشان دقهر سیلاب څلورنمبر(۱۴) په نوم ګډوجګړه ئیزو اوچاڼیزوعملیاتو ددوام په ترڅ کی یوه اندازه وسلی اومهمات ترلاسه شوی دی. همدارنګه په اچین کی دځانګړوقاطع عملیاتوپه ترڅ کی (۲۵) تنه داعش جنګیالی وژل شوی دی. دقهرسیلاب څلورنمبر(۱۳) په نوم ګډجګړه ئیز اوچاڼیزعملیات دننګرهار ولایت پچیرآګام ولسوالی اړونده ګیراخیلوپه سیموکی دوسله والو مخالفینو اوترهګریزو ډلو ځپلو ، ولسوالیو شورا او ولسی جرګی انتخاباتوته دزمینی برابرولو اوپه یاده سیمه کی دسیمه ئیزی اردوځای پرځای کولوپه موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا په مشری دیادی لوا ددوهم کنډک منسوبانو اونورودفاعی اوامنیتی ځواکونوسره په همغږۍ پرون پیل شول چی په ترڅ کی یی یادی سیمی تصفیه اوتلاشی شوی دی. یادعملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل هسکې مينې - ننګرهار- دننګرهارولایت دهسکې مينې ولسوالی په اړونده سیموکی دقهرسیلاب څلورنمبر(۱۴) په نامه ګډجګړه ئیز اوچاڼیزعملیات دوسله والو مخالفینو اوترهګریزو ډلو ځپلو ، ولسوالیو شورا او ولسی جرګی انتخاباتوته دزمینی برابرولو اوپه یاده سیمه کی دسیمه ئیزی اردوځای پرځای کولوپه موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا په مشری دملی اردو ، ملی پولیسو، سرحدی قواوو، عامه نظم قواوو اودملی امنیت کارمندانو په ګډون پرون پیل شول چی په تیرو(۲۴) ساعتونوکی دیادی ولسوالی (رودخانه ، سینځلی او لاندی کیمپ) سیمی دوسله والومخالفینوله شتون څخه پاک شوی چی دتصفیه او تلاشی پرمهال (۱)کلاشینکوف او(۴)اوسپنیزی خولی دملی دفاعی اوامنیتی ځواکونولاسته ورغلی دی . یادعملیات په بریالۍ توګه دوام لری اچین – ننګرهار-: دننګرهارولایت داچین ولسوالی اړونده دبانډر اوڅپری په سیمو کی د(۰۲) قطعی ځانګړی ځمکنی اوهوایی عملیات پرون ترسره کړی چی په پایله کی یی (۲۵) تنه داعش جنګیالی وژل شوی دی .پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.