-کابل باختر د تلي شلمه
لس تنه وسله وال طالبان د نويو بريدونوپه بهير کې په لغمان ولايت کې ووژل شول
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه دلغمان ولايت د مهترلام ښارکې هغه وخت پرې بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و .
دهيواد په ختيځ کې دپوليسو يوه چارواکى باختراژانس ته وويل چې په دغه بريدکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل دغه وسله وال طالبان په مهترلام ښار کې په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې بريد پرې وشو.
ويل کېږي په دغه بريدکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په لغمان ولايت کې امنيتي مامورانو١١ تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول .
دغه کسان پرون دهېواد ددغه ختيځ ولايت په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي مامورانو دځانګړو عملياتو او پلټنې په بهير کې ونيول شول .
ختم_عطاالله _ اکرم