22 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/د کب دمياشتې ٣ مه د غزني ولايت چارواکي وايي...

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ٣ مه د سالنګونو لويه لاره...

   په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه په غزني ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوسله والو طالبانو دډلې يو جګپوړي قوماندان په هرات کې ووژل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر دتلي شلمه : دهرات ولايت په ختيځو ولسواليو کې دطالبانو دپوځي کميسيون مسوول ملا امير جان همکار له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو . ملاامير جان همکار دهرات ولايت اوبې ، پښتون زرغون اوکرخ په ولسواليو کې دطالبانو دپوځي چارو او داکمالاتو مسووليت په غاړه درلود چې په اوبي ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په مخامخ نښته کې ټپي او وروسته له هېواد څخه بهر روغتيايي مرکز ته دليږدونې په لاره کې دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې مړ شو . په دې جګړه کې چې داوبې ولسوالۍ په ګناه بادساحه کې ونښته درې تنه نور طالبان هم وژل شوي دي داپه داسې حال کې ده چې يوه ورځ مخکې هم دهرات ولايت دادرسکن په ولسوالۍ کې اتو تنو وسله والو طالبانو ته له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې مرګ ژوبله اوښتې وه . ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.