18 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلور تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : په روزګان ولايت کې څلورتنه وسله...

ډاکترکمال سادات: د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو لپاره د زده کړې فرصتونه برابروي

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې۸۲ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د هېواد په بېلابېلو سیموکې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له تاجکستان سره په پوله کې دطالبانو دبريد له امله دڅه ناڅه پنځه ويشتو تنو پوليسانو دوژل کيدو په باره کې دڅيړنو پيل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلي شلمه : له تاجکستان سره په پوله کې دوسله والو طالبانو دبريد له امله دپنځه ويشتو تنو افغان پوليسانو دوژل کيدو دڅرنګوالي په باره کې څيړنې پيل شوي دي دغه سرتيري پرون له تاجکستان سره په پوله کې آمو سيند ته څيرمه دکندز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې دسرحدي مامورانو په يوې پوستې دوسله والو طالبانو په ډله ئيز بريد کې شهيدان شول . له رارسيدلو خبرونوله مخې يرغلګرو لومړى ددغو سرتيرو پوسته ونيوله او په دې بهير کې پنځه ويشت تنه سرحدي مامورين شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شول . دهېواد په شمال کې دپامير ٢٠ فرقې يوه چارواکې باختراژانس ته وويل چې پوستې ته ددغو يرغلګرو درسيدو اوپه هغې کې دسرتيرو دشهادت دڅرنګوالي په باره کې څيړنې او پلټنې پيل شوي دي . ده وويل چې په دې پوسته کې دافغان پوځيانو او يرغلګرو طالبانو ترمنځ نښته کې طالبانو ته هم دسردروند زيان اوښتى دى . ځينې کليوالي اوسيدونکي وايي چې سرتيري په زړه ورتيا سره ديرغلګرو په وړاندې وجنګيدل خو دکومکي ځواکونو دنه رسيدو په دليل يو په بل پسې له پښو وغورځيدل . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Saturday, 13 October 2018 04:33

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.