22 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/د کب دمياشتې ٣ مه د غزني ولايت چارواکي وايي...

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ٣ مه د سالنګونو لويه لاره...

   په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه په غزني ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې دوسله والو غلاو په تور ددوو تنو نيول کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلي شلمه : دوه تنه دهرات دپوليسو له خوا دوسله والو غلاوو په اړوند ونيول شول . دغه دوه تنه چې دهرات ولايت درباط سنګي ولسوالۍ اوسيدونکي دي ددغې ولسوالۍ دامنيه قوماندانۍ دپوليسو له خوا او دسيمې د اوسيدونکو په مستقيمې همکارى سره درباط سنګي ولسوالۍ دکاربزخونې په ساحه کې ونيول شول او دزياتو تحقيقاتو په مقصد تر څارنې لاندې دي . له دغو غلو څخه يوه ټي ټي تومانچه هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلې ده . ديوبل خبرله مخې، دوه تنه په پرچون ډول دنشه يي توکو دپلورنې په اړوند دهرات دپوليسو له خوا ونيول شول . دغه دوه تنه چې دهرات ښار اوسيدونکي دي له ٤٢ پوړيو هيروئين او ښيښه ډوله نشه يي توکو او دنشه يي توکو له جرمونو څخه دترلاسه شويو عوايدوله ٣٥٠٠ افغانيو نغدو پيسو سره دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دمديريت دکارکوونکو په واسطه دهرات ښار په دولسمې ناحيې پورې اړوند دبابا جي په ساحه کې ونيول شول. ختم_ عطاالله _اکرم

Last modified on Saturday, 13 October 2018 04:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.